سيګار: په لږ شمېر پخواني افغان ځواکونه د طالب ضد وسله‌والو ډلو سره يو ځای شوي

ارشيف

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار اداره سیګار وایي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د دفاع وزارت استخباراتو ویلي، د افغانستان د تېر حکومت د وسله‌والو ځواکونو یو محدود شمېر پرسونل د طالبانو ضد وسله والو ډلو سره يو ځای شوي.

سيګار ويلي، پخواني امنيتي سرتېري د طالبانو ضد ځواکونو لکه د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې، د ملي مقاومت په نوم جبهې او د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې سره یو ځای شوي دي.

سیګار دغه څرګندونې پرون په څو ټویټونو کې د خپل درې میاشتني راپور په استناد چې د امریکا کانګرس ته یې استولی، کړي.

سيګار ویلي دي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نه پوهېږي چې په دې وروستیو کې به د افغانستان د پخوانیو وسله‌والو ځواکونو غړي په هغه پېمانه ګاونډیو هېوادونو ته تللي وي او کنه لکه د ۲۰۲۱ کال په دوبي او مني کې چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته له دې هېواده وتلي او ګاونډیو هېوادونو ته تښتېدلي دي.

پر دې سربېره چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د کابل له هوایي ډګر څخه د پخواني حکومت د وسله‌والو ځواکونو په زرګونو غړي و ایستل شول، په زرګونو نورو یې ګاونډیو هېوادونو، په تېره تاجکستان او ازبکستان ته له الوتکو، وسلو او نورو پوځي تجهیزاتو سره پناه وړې ده.