د ادبیاتو د نوبل جایزه فرانسوۍ لیکوالې آني ارنو وګټله

آني ارنو

د ادبیاتو د نوبل جایزه فرانسوۍ لیکوالې آني ارنو Annie Ernaux وګټله.

مېرمن ارنو د فرانسې د نورماندې ده او په لیکوالۍ سربېره د پوهنتون استاده هم پاتې شوې.

نوبل کمېټې نن په خپله اعلامیه کې ویلي آني ارنو د ذهني محدودیتونو د رېښو په څېړنه کې د خپلې زړورتیا او ځیرکتیا له کبله دا جایزه خپله کړې ده.

۸۲ کلنې آنې ۲۰ کتابونه لیکلي چې اکثر یې د دې په ژوند او شاوخوا خلکو څرخي.

د ښځو او ارواپوهنې څو کتابونه یې د پام وړ دي.