۳۱۵ افغان پناه غوښتونکي له اسلام اباد څخه کاناډا ته ولېږدول شول

اسلام اباد کې افغان پناه غوښتونکي

د کاناډا د کډوالو چارو وزیر خبر ورکړی چې ۳۱۵ افغانان پرون له اسلام اباده کاناډا ته انتقال شول.

شان فریزر په خپل ټوېټر لیکلي چې په دې سره کاناډا کې د تازه هستوګنو افغان کډوالو شمېر له ۲۱ زرو اوښتی دی.

کاناډا د شاوخوا ۴۰ زرو افغانانو د وربللو او هستوګنولو ژمنه کړې ده.

تر دې مخکې په بېلابېلو هېوادونو کې افغان کډوالو اعتراضونه کړي وو چې سرنوشت يې نه دی مالوم او بايد هغه هېوادونه چې دوی په‌کې د پناه اخيستو غوښتنه کړې ده، د دوی سرنوشت دې مالوم کړي.