ملګري ملتونه: د افغانستان اقتصاد 'مصيبت زېږونکی' سقوط کړی

ملګرو ملتونو راپور کې راغلي، افغانستان ۹۷سلنه خلک د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ملګري ملتونه وایي، د افغانستان اقتصاد د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې " مصیبت زیږونکی" سقوط کړی دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې، د افغانستان ۹۵ تر ۹۷ فیصدو پورې وګړي د بې‌وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

په راپور کې راغلي، د طالبانو له واک ته رسېدو مخکې، د تېر کال په اګست کې هم د افغانستان ناخالصه عواید ډېر کم وو.

فرانس پریس خبري اژانس د "یو.ان.ډي.پي" د اسیا پاسفیک څانګې د مشرې کانی ویګناراجا له قوله ویلي، د افغانستان ناخالصه عوایدو ته تېر یوه کال کې پنځه میلیارده ډالره زیان اوښتی.

نوموړې ویلي، د تېر کال له اګسته په افغانستان کې د توکو بیې هم ۳۵ سلنه لوړې شوي دي.