اروپايي ټولنه پر روسيې د بنديزونو اتم پړاو په اړه موافقې ته رسېدلې

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونه بيرغونه

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مسؤله وايي، د دې اتحادیې غړي هېوادونه پر روسیې د بندیزونو د اتم پړاو په اړه موافقې ته ورسېدل.

جوزیپ بوریل پرون په یوه ټویټ کې لیکلي چې، دا بندیزونه به د روسیې صادرات او واردات، چې د ده په باور د ولادیمیر پوتین جنګي ماشین پیاوړی کوي، ډېر محدود شي.

ده دا هم وویل چې اروپا جدي او چټکې هڅه پیل کړي چې د روسیې پر انرژۍ له اتکا خلاصه شي.

دا بنديزونه وروسته له هغه لګول کېږي چې روسيې د اوکرايين څلور نيول شوې سيمې له خپلې خاورې سره ملحق کړې.