ايلن ماسک په ۴۴ ميليارده ډالره د ټوېټر شبکې اخيستلو ته راضي شوی

ايلن ماسک

ټوېټر او د ټیسلا اجرايي ريیس ایلن ماسک وايي، د ټویټر پر سر موافقې ته رسېدلي دي.

ټوېټر اعلان وکړ چې ایلن ماسک په ۴۴ میلیارد ډالره د دې ټولنیزې شبکې اخیستلو ته راضي شوی دی.

ټوېټر وايي چې د دې معاملې پر اساس به د ټوېټر هره ونډه په ۵۴ اعشاریه ۲۰ ډالره پلوري.

د دې خبر له اعلانېدو وروسته د ټویټر د هرې ونډې ارزښت ۲۲ سلنه لوړ شو.

د سږ کال په اپریل کې هم ایلن ماسک، چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دی، په ۴۴ میلیارد ډالره د ټوېټر له رانیولو سره موافقه کړې وه خو بېرته پښېمانه شو او د دې مسلې پر سر د دواړو خواوو ترمنځ حقوقي دعوه پیل شوه.