ایمرجنسي روغتون: کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ ټپيان دي

ارشیف

د ایمرجنسي روغتون وايي، په کابل کې د چاودنې له امله ۲ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

دا روغتون چې د ایټالیا د یوې غیردولتي موسسې په مرسته چلېږي، په خپل ټوېټر کې لیکلي دي چې تر چاودنې وروسته دوی ته ۲۰ تنه وروړل شوي دي چې دوو یې روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته په استولي پیغام کې هغه راپور رد کړی چې مخکې ویل شوي و چې دا چاودنه د کورنیو چارو د وزارت دننه په جومات کې شوې ده.

دی وایي چې د کورنیو چارو وزارت ته څېرمه په یوه جومات کې دا چاودنه شوې ده چې هلته د کورنیو چارو د وزارت ځیني کارکوونکي هم لمونځ کوي.

د تېرې نږدې یوې اونۍ په ترڅ کې دا څلورمه چاودنه ده چې په کابل کې کېږي.

نږدې دوه اونۍ مخکې د کابل په وزیر محمد اکبرخان جومات ته څېرمه د چاودنې له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.