پاکستان له افغانستان سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی

ارشيف

د پاکستان دولتي راډیو خبر ورکړی، چې د پاکستان مالیې وزیر محمد اسحاق دار د کابل لپاره له خپل نوي سفیر عبید الرحمن نظاماني سره د طالبانو له حکومت سره د تجارتي اړیکو پر پراختیا ټلیفوني خبرې کړي.

په راپور کې ویل شوي، چې د دواړو هېوادونو ښو اړیکو ته په پام سره، اړتیا ده چې د دواړو لوریو ترمنځ سوداګریزې او اقتصادي اړیکې هم پیاوړې شي.

د یوه کال له تېرېدو وروسته هم د پاکستان په ګډون، چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی، د نړۍ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.