د خوړو نړيوال پروګرام: اړو کسانو سره د مرستې لپاره ۱،۱ ميليارد ډالرو ته اړتيا لرو

ارشيف

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یو اعشاریه یو ميلیارد ډالرو ته اړتیا لري، چې وکړای شي د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې اړو کسانو ته د خوراکي توکو مرسته ورسوي.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند، وحید اله اماني ازادې راډیو ته وویل، دوی غواړي له روانې اکتوبر میاشتې د خوراکي توکو د مرستې رسونې چارې ګړندۍ کړي.

نوموړي وويل: "يو اعشاریه یو ملیارد ډالرو ته اړتیا لرو، باور مو دا دی چې زموږ نړیوال شریکان او نړیواله ټولنه به دغه مرسته زموږ په واک کې راکړي، چې وکړای شو د خپل پلان مطابق ۱۵ ملیون کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوو."

ښاغلی اماني وايي، دوی غواړي چې له روانې اکتوبر میاشتې د ۲۰۲۳م کال تر مارچ میاشتې پورې په میاشت کې ۱۵ ملیون کسانو سره افغانستان کې د خوراکي توکو مرسته وکړي.