د ایران مشر په دې هېواد د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنه وبلله

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي د دې هېواد د چارواکو سره د قدم وهلو پرمهال

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي په دغه هېواد کې د روانو نارامیو لامل بهرنۍ لاسوهنه وبلله.

پرون روانو مظاهرو ته د خامنه یي په لومړني علني غبرګون کې نوموړي مظاهره کوونکي له امریکا او اسراییلو او له ایرانه بهر د ده په ټکو" دسیسه ګرو" ایرانیانو سره تړلي وبلل.

په ایران کې مظاهرې وروسته له هغه پیل شوي چې د اخلافي امنیت پولیسو یوه نجلۍ مهسا امیني د حجاب دسم نه مراعاتولو په تور توقیف او بیا یې تر شکنجې لاندې سا ورکړه.

چارواکو ویلي، مهسا د زړه د حملې له کبله مړه شوې، خو کورنۍ او ملاتړي یې بیا دا ادعا نه مني.