پر طالبانو د هشت صبح ورځپاڼې د انټرنېټي پاڼې د ډومین بندېدو ادعا شوې

د مخابراتو وزارت

د هشت صبح ورځپاڼه ادعا کوي چې د انټرنېټ پاڼې ډومین یې د طالبانو له خوا بند شوی دی.

هشت صبح ورځپاڼې نن په خپله فېسبوک پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د طالبانو د مخابراتو وزارت خلکو ته د دغې شبکې له لارې د معلوماتو رسېدو انټرنېټي صفحه بنده کړې ده.

په بیان کې د دې ورځپاڼې د یوه کارکونکي له خوا ویل شوي چې د طالبانو حکومت دا کار د سیاسي انګېزې له مخې کړی دی.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.