زابل کې لسګونه کسان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي

ارشیف

د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې لسګونه کسان په نس ناستې ناروغۍ اخته شوي چې له کبله یې لږترلږه یو تن مړ شوی دی.

د زابل د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د زابل ولایت مرکز کلات ته په نږدې سیمو او سیوري ولسوالۍ کې هم د نس ناستې پېښې ډېرې شوي دي.

د حکیمي په خبره ټولو سیمو ته روغتیایي ځانګړې ټیمونه استول شوي چې د درملنې، څېړنو او د حفظ الصحې لارښوونو په ګډون خلکو ته له ناروغیو د مخنیوي په هدف پوهاوی ورکړي.