د اوکرايين پوځ: دونيڅک سيمه کې پرمخ‌تګ ته دوام ورکوو

اوکراييني ځواکونه د ليمان ښار له ازادولو وروسته په دونيڅک کې

د اوکرایين پوځ وایي، ځواکونه یې په دونیڅک سیمه کې پرمخ‌تګ ته دوام ورکوي.

یوه ورځ مخکې اوکرايیني ځواکونو د دې سیمې پر ستراتېژیک ښار لیمان بشپړه ولکه وروسته له هغې ټینګه کړه چې د اوکرایيني چارواکو په وینا په ختیځو سیمو کې روسي ځواکونو ته په جګړو کې ډېر تلفات واوښتل.

د اوکرایين د ختیځې برخې لپاره د دې هېواد د وسله‌والو ځوکونو ویاند سیرهي چیریواټي وویل اوکرایيني ځواکونو لیمان ته نژدې د تورسکې ښارګوټی پرون آزاده کړ او د لوهانسک سیمې په کریمینا کې هم د روسیې له پوځي جزوتامونو سره جګړه مخته وړي.

د اوکرایين د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز نن دوشنبې وویل، یوه ورځ مخکې په جګړو کې روسیې ته د ۳۲۰ سرتېرو تلفات اوښتي دي.