ملګري ملتونه: طالبان په خپلو کې یو واحد دریځ نه لري

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بینیت یوځل بیا د افغان ښځو او نجونو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.

ښاغلي بینیت پرون د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهاګن کې د افغانانو د سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي ټولنو له مسوولانو سره په کتنه کې وویل چې د نړۍ په هېڅ ځای کې له ښځو سره د افغانستان په څېر چلند نه کېږي.

هغه هیله څرګنده کړه چې په دې حالت کې بدلون راشي.

بینیت همداراز د افغان مېرمنو د هڅو ستاینه وکړه، ویې ویل دوی نه یوازې د خپلو حقونو بلکې د افغانستان د ټولو وګړو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره هڅې کوي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي په پکتیا ولایت کې د لنډې مودې لپاره د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د پرانیستو او د هغو د بېرته بندېدو راپورونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې طالبان په خپلو کې یو واحد دریځ نه لري.