د افغانستان بانک ۱۰ میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

تصویر آرشیف

د افغانستان بانک په پام کې لري چې نن یکشنبې لس میلیون امریکايي ډالر په آزاد بازار کې د لیلام لپاره وړاندې کړي.

د افغانستان بانک چې طالبان یې اداره کوي پر خپله ټویټر پاڼه د دې مزایدې خبر خپور کړی دی.

د هېواد مرکزي بانک په بازارونو کې د افغانۍ د ارزښت د ثابت ساتلو په هدف په تېر څه باندې یوه کال کې تقریبا هره اونۍ څو میلیون ډالر په آزاد بازار کې لیلاموي.

دا چې دا پیسې له کومې سرچینې راځي معلومه نه ده او طالبانو هم تراوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي.

خو امریکايي چارواکو څه موده مخکې وویل چې د ۲۰۲۱ اګسټ راهیسې یې له افغانستان سره څه باندې یو میلیارد ډالره مرسته کړې ده.