زرګونه عراقیانو د ایران پر ضد لاریون وکړ

ارشیف

زرګونه عراقیانو نن په بغداد کې د ایران پر ضد لاریون وکړ او د خپل هېواد په چارو کې یې د ایران د لاسوهنې د پای ته رسېدو شعارونه ورکول.

د عراق د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، لاریون کوونکو د فساد او د حکومتي سیستم د سهامي توب پر ضد هم شعارونه ورکول.

فرانس پریس خبري اژانس وايي، د لاریون کوونکو شمېر زرګونه تنه وو او اکثره ځوانان وو.

دوی له عراق څخه د ایران د وتلو او له ایران سره د برابرۍ غوښتنه کوله.