د ملګروملتونو سرمنشي د کابل پرونۍ حمله په کلکه وغندله

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل پروني برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوټرش د کابل په یوه ښوونیز مرکز کې پرونۍ حمله په کلکه وغندله.

سرمنشي د وژل شویو کسانو د کورنیو له غړیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر تر ژره رغېدو هیله کړې ده.

ګوټرش ټینګار کړی چې تعلیم یو اساسي حق دی او د تلپاتې سولې او پرمختګ لپاره ضروري دی.

له بلې خوا د ملګروملتونو امنیت شورل هم دا برید په کلکه غندلی دی.