شمالي کوریا د جاپان په لور بالستیک توغندي توغولي

دا په تېره یوه اونۍ کې څلورم ځل دی چې پیونګ یانګ توغندي ازمایي.

شمال کوریا نن د جاپان لور ته په سمندر کې دوه بالستیک توغندي وتوغول.

دا په تېره یوه اونۍ کې څلورم ځل دی چې پیونګ یانګ توغندي ازمایي.

د جنوبي کوریا پوځ د نننیو توغندیو د ازموینې خبر ورکړ، خو په دې اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

جاپان وویل چې دې توغندیو د پنځه دېرشو او پنځوس کیلومترو په لوړوالي د درې سوه پنځوس او څلور سوه کیلومترو ترمنځ واټن وواهه.

د ملګرو ملتونو په یو شمېر پرېکړه لیکونو کې بیا بیا له پیونګ یانګ نه غوښتنه شوې ده چې د بالستیک توغندیو له ازموینو لاس واخلي.

یو شمېر کتونکي په دې باور دی چې د شمالي کوریا د توغندیو وروستۍ ازموینې د امریکا د متحدایالتونو، جنوبي کوریا او جاپان د وروستیو پوځي تمریناتو ځواب دی.