ملګري ملتونه: د کابل د پروني خونړي برید عاملان دې عدالت ته راکاږل شي

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې د کابل په دشت برچي سیمه کې په پروني برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي، د کابل د پروني خونړي برید عاملان دې عدالت ته راکاږل شي.

یوناما په یوه ټویټ کې چې تیره شپه ناوخته یې خپور کړ، وویل چې طالبان باید خپلې ژمنې د ټولو افغانانو د خوندیتوب په برخه کې عملي کړي.

د یوناما په وینا، معارف باید په افغانستان کې د شخړو او تبعیض ځای نه وي.

د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې د کابل په دشت برچي سیمه کې په پروني برید کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او نږدې ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دې برید پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخیستې، خو تر دې مخکې د ورته حملو مسوولیت داعش خراسان څانګې منلی دی.