فنلنډ سر له نن په سياحتي ويزو دغه هېواد ته د روسي اتباع ننوتل منع کوي

دا ټولې پرېکړې پر اوکرایین د مسکو د ناحقه تېري په ځواب کې د روسیې پر ضد د بندیزونو او نورو مخنیوونکو اقداماتو په ډله کې راځي.

فنلند سر له نن څخه د (سپتمبر له ۳۰) دغه هېواد ته په سیاحتی ویزو سره د روسي اتباعو ننوتل منع کوي.

په دې کار سره فنلنډ اروپایي ټولنې ته د هغو روسانو لاره بندوي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا تېره اوونۍ د پوځي بسیج په خاطر جبري عسکري ته ورغوښتل شوي.

د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې پِکا هاویستو د دې پرېکړې هدف فنلنډ ته د روسي ګرځندوی او د دغه هېواد له لارې د ټرانزیټ په بشپړ ډول مخنیوی بللی دی.

دا اقدام په دې مانا دی چې فنلنډ له پولنډ او بالتیک هېوادونو سره یو ځای له روسیې سره د ګډو ځمکنیو پولو د تېرېدو په برخه کې د سیلانیانو مخه نیولې.

دا ټولې پرېکړې پر اوکرایین د مسکو د ناحقه تېري په ځواب کې د روسیې پر ضد د بندیزونو او نورو مخنیوونکو اقداماتو په ډله کې راځي.