ناټو د 'نارډ سټريم' نل‌ليکو ته د اوښتو زيانونو په اړه اندېښنه ښودلې

ارشيف

ناتو په بالتیک سمندرګي کې د نارډ سټریم نل‌لیکو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا پېښه یې قصدي، بې احتیاطه او غیرمسولانه تخریبي عملونه بللي دي.

د ګازو په دغو نل‌لیکو کې د روانې اوونۍ په پیل کې په دریو ځایونو کې لیکونه چې دوه یې د ډنمارک او یو د سویډن په اوبو پورې تړلي دي، وموندل شول.

د ګازو دغه نل‌لیکې چې له روسیې جرمني ته د ګازو د لېږدولو لپاره ډیزاین شوي په‌کې یې له څو ورځو راهیسې د ګازو لېږد درېدلی خو د نل‌لیکو په داخل کې تر اوسه ګاز شته.

د سویډن ساحلي ګارډ پرون وویل چې، په دغو نل‌لیکو کې د لیک یو څلورم ځای هم لیدلی دی.

ناتو ویلي چې د اروپا د حیاتي تاسیساتو د امنیت د خوندي کولو لپاره به جدي اقدامات وکړي.