د ارمنستان چارواکو ویلي، د دوی او اذربایجاني ځواکونو ترمنځ پرون بیا نښته شوې چې درې ارمني سرتېري پهکې وژل شوي دي.
د ارمنستان دفاع وزارت ویلي، اذربایجاني ځواکونو ګډې پولې ته نژدې سیمې په درنو وسلو ویشتې دي.
د ارمنستان صدر اعظم نیکول پاشینیان ویلي، درې سرتېري یې د ده په وینا د هېواد د استقلال، حاکمیت او دیموکراسۍ د ساتنې په جګړه کې وژل شوي.
اذربایجان بیا ارمنستان تورن کړی چې ځواکونو یې له اوربنده سرغړونه کړې ده.
اذربایجان خپل لوري ته د یوه سرتېري د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.