اروپايي کمېسيون پر روسيې د نويو بنديزونو وړانديز کړی

د اروپايي کمیسیون رئیسه اورزلا فون درلین

د اروپايي کمیسیون رئیسې اورزلا فون درلین پر روسیې د نویو بندیزونو وړاندیز کړی دی.

دې دا وړاندیز وروسته له دې وکړ چې له روسیې سره د اوکرايین د څلورو برخو د یو ځای کېدو لپاره ټولپوښتنه وشوه.

د اوکرايین حکومت او متحدانو یې په دونیڅک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا کې ټولپوښتنه شرموونکې بللې او لوېدیځ ویلي؛ هیڅکله به یې نتیجې، چې د ملګروملتو د منشور خلاف دي، په رسمیت ونه پېژني.

اغلې فون درلین پرون د بندیزونو د وړاندې کولو په مهال وویل، هدف دا دی چې کریملین په اوکرايین کې د جګړې د پراخولو لپاره د خپلو اعمالو تاوان ورکړي.