پولیسو د ازادې اروپا/ ازادي راډیو مشال راډیو ته ویلي چې، په دې پېښه کې، چې پرون (چهارشنبې) وشوه، دوه تنه نور ژوبل شوي دي.
یوه پولیس چارواکي اسد رضا وویل، حمله کوونکي د یوه ناروغ په جامه کې د غاښونو یوه کلینیک ته ننوتل او سمدستي یې ډزې پیل کړې.
د پولیسو په وینا، درې واړه چینایان له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې په سند ایالت کې اوسېدل او د پاکستان تابعیت یې اخیستی و.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.