ټام ويسټ: له تېر کال راهيسې امريکا له افغانستان سره يو ميليارد او سل ميليون ډالره مرسته کړې

ارشيف

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، د امریکا متحدو ایالتونو د ۲۰۲۱ د اګست له میاشتې تر اوسه پورې له افغانستان سره یو میلیارد او سل میلیون ډالره بشري مرسته کړې ده.

ده په عین حال کې وویل چې، دا بشري مرستې دوامداره نه‌دي نو باید د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره یو سیستم جوړ شي.

ښاغلي ویسټ چې پرون (چهارشنبه) د واشنګټن ډي سي د نړیوالو ستراتېژیکو مطالعاتو په بنسټ کې خبرې کولې، د قطر د سولې د خبرو د ناکامېدو، د طالبانو په منځ کې د اختلافاتو او نورو موضوعاتو په اړه نظر څرګند کړ.

ده وویل، د طالبانو هغه ډله، چې په قطر کې یې خبرې کولې، د سوله‌ییزې حللارې پلوۍ وه خو هغه چې په کوټه کې وه، په زور د واک ته رسېدو غوښتونکې وه.