منزه کاکړ: د کراچۍ له زندانه ټول خوشې شوي بنديان به افغانستان ته ولېږدول شي

کراچۍ کې يو زندان - ارشيف

د پښتون ژغورنې د غورځنګ یا پي ټي ایم مدافعه وکیله منزه کاکړ وایي چې، هغه ټول بندیان به چې د کراچۍ له زندانه یې د خوشې کېدو امر صادر شوی، افغانستان ته ولېږدول شي.

مېرمن کاکړ نن ازادي راډیو ته وویل، د ۱۹۲ بندیانو له ډلې چې د خوشې کېدو امر یې صادرشوی، د افغانستان د سفارت په مرسته اتیا تنه یې په موټرو کې پولې ته لېږدول شوي چې افغانستان ته واوړي او نور به وروسته ولېږدول شي.

هغې وویل چې دغو بندیانو له شاوخوا درې میاشتو راهیسې د کراچۍ په زندانونو کې تېر کړي دي.

ویل کېږي چې شاوخوا درې سوه افغانان د کراچۍ پولیسو په هغه هېواد کې د اقامت د لازمو اسنادو د نه لرلو په خاطر نیولي او توقیف کړي و.