پوتزل: که طالبان د خلکو غوښتنې ونه مني ټولنه به له بدبختۍ سره مخ کړي

مارکوس پوتزل

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما مرستیال مارکوس پوتزل وایي که طالبان عملي اقدامات ونه‌کړي د افغانستان خلک به لا له بدبختۍ سره مخامخ کړي.

ښاغلي پوتزل دغه څرګندونې تېره ورځ ناوخته د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته چې د افغانستان په اړه جوړه شوې وه، په وینا کې وکړې.

په څو ټویټونو کې چې یوناما پر خپله پاڼه خپاره کړي، ښاغلي پوتزل ویلي، که د ټولنې د ټولو قشرونو غږ وا نه‌ورېدل شي او ټولنې خپل استازیتوب ونه‌کړي نو به طالبان افغانان لا له بدبختۍ سره مخامخ کړي.

د هغه په خبره طالبان په دې کې پاتې راغلي چې د ټولو افغانانو حقونه خوندي کړي او له نړیوالې ټولنې سره رغنده تعامل ولري.

د ملګروملتونو د امنیت شورا دې غونډې ته د امریکا، روسیې، چین او هند په ګډون د دې شورا د یو شمېر غړیو پر استازیو سربېره د افغانستان په استازیتوب د پخواني حکومت استازي وینا وکړه.

دې ځانګړې غونډې ته همدارنګه د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي هم بلل شوې وه.