د پنجشېر لپاره د طالبانو نوی والي معرفي او خپله دنده یې پیل کړه

د افغانستان په عمومي نقشه کې د پنجشېر ولایت موقعیت

د پنجشېر لپاره د طالبانو د حکومت نوي والي پرون رسماً معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي اژانس راپور ورکړی چې مولانا محمد محسن هاشمي تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت مرستیال و.

د راپور له مخې هاشمي ویلي، خلکو ته خدمت کول او د امنیت تامین یې له لومړیتوبونو څخه دي.

په دې وروستیو کې پنجشېر د ملي مقاومت د جبهې او د طالبانو د خونړیو نښتو شاهد دی.

د دغو جګړو په پایله کې لسګونه کورنیو خپل کورونه پرېښي او ګاونډیو ولایتونو ته یې پناه وړې ده.