روسیه کې یوه وسله وال د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژلي

د خبر له مخې بریدګر چې د روسیې د تحقیقاتو دولتي کمیټې یې نوم ۳۰ کلن ارتم کازانڅوف یاد کړی هم وروسته ځان وژلی دی.

په روسیه کې یوه وسله وال په یوه ښوونځي کې د ماشومانو په ګډون ۱۳ کسان وژلي دي.

د روسیې د کورنیوچارو وزارت وايي پېښه نن د مرکزي ښار ایژیفسک په یوه ښوونځي کې شوې او په برید کې د زده کوونکو په ګډون شل نور کسان هم ټپیان شوي دي.

د خبر له مخې بریدګر چې د روسیې د تحقیقاتو دولتي کمیټې یې نوم ۳۰ کلن ارتم کازانڅوف یاد کړی هم وروسته ځان وژلی دی.