بلوچستان کې د پاکستاني پوځ يوه څرخي الوتکه نسکوره شوې

پاکستان کې د يوې الوتکې د نسکورېدو انځور - ارشيف

د پاکستان پوځ وايي تېره شپه د دوی یوه څرخي الوتکه د بلوچستان ایالت په هرنايي سیمه کې نسکوره شوې چې په نتیجه کې یې د دوی ۴ پرسونل او ۲ پیلوټان وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي څانګې نن په یوه اعلامیه کې ویلي، دغه الوتکه تېره شپه ناوخته د الوتنې په ماموریت بوخته وه.

د دې پېښې په باب د پوځ په اعلامیه کې زیات وضاحت نه‌دی ورکړل شوی، خو په بلوچستان ایالت کې بلوڅ بېلتون غوښتونکي فعال دي.