په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت مرستیال او سرپرست مارکوس پوتزل له یوه ډله افغان فعالو او سوداګرو ښځو سره لیدلي.
یوناما په خپله ټوېټر پاڼه د دې لیدنې جزیات ورکړي.
د بیان له مخې ښاغلي پوتزل د افغان نجونو او ښځو څخه د ملګرو ملتونو د دوامداره ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
په ټولنه کې د افغان سوداګرو ښځو د رول او هم هغوی سره د لازمو مرستو د برابرولو په سر خبرې شوې دي.
پوتزل داسې مهال د افغان ښځو او نجونو سره د يوناما د ملاتړ ډاډ ورکوي چې د طالبانو لهخوا پر افغان نجونو او مېرمنو بېلابېلو برخو کې سخت بنديزونه لګېدلي دي چې کورني او نړيوال غبرګونه يې هم پارولي دي.