په افغانستان کې د ګوزڼ په وړاندې د مبارزې پر هڅو خوښي څرګنده شوې

ارشیف

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو په وړاندې د مبارزې پر هڅو خوښي وښوده.

په دغه سازمان کې ماشومانو د ګوزڼ یا فلج د اپیډمي لوژي مخکښ کارپوه، ډاکټر زبیر ودود پرون په هغه ویډیويي پیغام کې چې د روغتیا نړیوال سازمان خپور کړی ویلي: "کله چې د افغانستان او پاکستان خبره راځي، دا ډېره هڅوونکې ده چې لیدل کېږي په تېرو دوو کلونو کې ډېر پرمختګونه شوي. په افغانستان کې تر درېیو ملیونو ډېر ماشومان چې مخکې یې امکانات نه درلودل په دوامدار ډول دا واکسین ولګوي، اوس د ګوزڼ ضد واکسین ترلاسه کوي. تېر کال هم د واکسین کمپاین په منظم ډول عملي شوی دی."

په نړۍ کې افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ماشومانو ګوزڼ یا پولیو په کې ختمه شوې نه ده.