افغانستان سره د امریکا د مرستې کچه له یو میلیارد ډالرو واوښته

د امریکا کانګرس

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو نوې شارژدافیره وايي، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره د واشنګټن مرستې څه باندې یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته ورسېده.

کرن ډیکر پرون په ټویټر کې لیکلي، د امریکا متحد ایالتونه «له افغانستان سره د بشرپاله مرستو یوازېنی ستر تمویلوونکی هېواد دی.»

د امریکا نوې شارژدافیره وايي، په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د قطر دوامداره مرستې ورته د ستایلو وړ دي او د کرن ډیکر په وینا دا په خپله په سیمه کې د سولې او تیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا يوه پیاوړې نښه ګڼل کېږي.

له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د افغانستان لپاره د امریکا سفیر له قطر څخه فعالیت کوي.