د ایران ولسمشر وايي چې د ده حکومت باید له هغو کسانو سره چې بې امنیتي او بې ثباتي راولي پرېکنده چلند وکړي.
د دولتيرسنیو د راپورونو له مخې ابراهیم رییسي دا څرګندونې د هغه امنیتي سرتېري له کورنۍ سره په ټېلېفوني خبرو کې وکړې چې تېره اونۍ د رژیم ضد معترضانو له خوا د چړې په وسیله ووژل شو.
په همدې حال کې د بخښنې نړیوال سازمان په یو بیان کې چې پرون خپور شو ویلي دي چې د ایران د امنیتي ځواکونو له خوا په عمدي ډول پر مظاهره چیانو د ډزو په اړه یې مستند شواهد ترلاسه کړي دي.
ایراني چارواکو د تېرې یوې اونۍ په مظاهرو کې د ۳۵ کسان مړینه تایید کړې، خو خپلواکې سرچینې وايي د قربانیانو شمېر تردې خورا زیات دی.