اوکراین په کییف کې د ایران ډيپلوماتیک حضور محدودوي

په کییف کې د ایران سفارت

اوکراین غواړي په پلازمېنه کییف کې د ایران ډيپلوماتیک حضور روسیې ته د دې هېواد له خوا د ډرونونو د سپارلو په غبرګون کې محدود کړي.

د اوکراین د بهرنیوچارو وزارت بېګا په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین پرضد د جګړې د پرمخ بیولو لپاره روسیې ته د وسلو ورکول یو غیردوستانه عمل دی چې د اوکراین او ایران اړیکو ته جدي زیان پېښوي.

بیان زیاتوي چې د داسې یوه غیردوستانه اقدام په غبرګون کې اوکراین پرېکړه کړې چې په کییف کې د ایران د سفیر د کار جواز ختم کړي او په سفارت کې د ایراني ډپیلوماتانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راولي.

ایران تراوسه د دې پرېکړې پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې د امریکا او ایران هغه تورونه رد کړي وو، چې ویل یې د اوکراین پرضد جګړه کې یې روسیې ته ډرونونه ورکړي دي.