تېره اوونۍ کې له ۷ زره ډېر افغانان له ايرانه ايستل شوي

له ايرانه راستانه شوي افغانان - ارشيف

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېره یوه اوونۍ کې له اوو زرو ډېر افغانان له ایرانه ایستل شوي دي.

له بلې خوا ایران ویلي چې، اوسمهال په هغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر ۴،۵ میلیونو ته رسېږي او نړیواله ټولنه باید له دوی سره مرسته وکړي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې ایران په تېره یوه میاشت کې شاوخوا پنځه زره افغان کډوال بېرته افغانستان ته استولي دي.