زابل کې د پوستکي ناروغۍ له امله سلګونه څاروي مړه شوي

ارشيف

راپورونه کاږي چې په زابل کې د پوستکي د ناروغۍ له امله سلګونه څاروي مړه شوي دي.

دغې ناروغۍ د پکتيا، خوست، غزني او ننګرهار په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې سلګونه غواګانې وژلي دي.

د زابل ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي دې نتیجې ته رسېدلي چې، په دغه ولایت کې څه باندې درې زره غواګانې د پوستکي په ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه شاوخوا پنځه سوه غواګانې له منځه تللي دي.