د مهسا اميني د وژنې غبرګونو کې اعتراضونو له امله ۲۲ کسان وژل شوي

ايران کې اعتراضونه

په ایران کې د یوې نیول شوې نجلۍ، مهسا امیني له وژل کېدو وروسته په ولسي اعتراضونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۲ تنو ته ورسېد.

پرون (پنجشنبې) د اعتراضونو لمن د ایران ګڼو ښارونو ته وغخېده.

اعتراض کوونکو د ایران د مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي پر ضد شعارونه ورکړل او په ډېرو ځایونو کې پر مظاهره چیانو د ډزو راپورونه ورکړل شوي دي.

د پېغلې مهسا اميني تر وژنې وروسته د ايران په بېلابېلو ښارونو کې پراخ اعتراضونه پيل شوي دي.