جو بايډن په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د وضعيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د امریکا ولسمشر جوبایدن

د امریکا ولسمشر جو بایډن پرون چهارشنبه د سپټمبر په ۲۱مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په اووه اویایمه غونډه کې په نیویارک کې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د لومړنیو بشري حقونو د وضعیت په اړه انديښنه څرګنده کړه.

جو بایډن وویل؛ بشري حقونه د هغه هر څه بنسټ دی چې غواړو لاسته یې راوړو.

نوموړي ويلي:: "نن په ۲۰۲۲ کال کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې بنسټیزي ازادۍ له تهدید سره مخامخ دي؛ د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ له تفصیلي راپورنو نیولې د دیموکراسۍ د پلویانو په وحشیانه توګه ځپلو او د برما د پوځي نظام له لورې د قومي اقلیتونو ځپل کېدو او په افغانستان کې د طالبانو له لورې د نجونو او ښځو د ځپل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي."

ښاغلي بایډن په نړۍ کې د خوړو د خوندیتوب پر پياوړي کولو، د ایډز او نورو ساري ناروغیو د مخنیوي او اقلیمي بدلون پر وړاندې پر مبارزه ټينګار وکړ.