روسيه کې د جګړې ضد لاريون وروسته ۱۳ سوه کسان نيول شوي دي

روسيه کې لاريونونه

په روسیه کې تر پرونیو جګړې ضد مظاهرو وروسته له دیارلس سوو ډېر کسان توقیف شوي دي.

د روسیې په ۳۸ ښارونو کې پرون دغه مظاهرې وروسته تر دې وشوې چې ولسمشر یې ولادمیر پوتین د اوکراین جګړې ته د ریزرف قطعاتو د لېږلو فرمان صادر کړ.

تر ټولو ډېر کسان په پلازمېنه مسکو او بل لوی ښار سن پیترسبورګ کې توقیف شوي دي.

مظاهره چیانو کې مېرمنې هم شاملې وې او " جګړه نه‌غواړو" او "د ماشومانو لپاره ژوند غواړو" شعارونه یې ورکول.

چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی چې په دغې مظاهره کې د ګډون له کبله په ۱۵ کاله بند محکومېدای شي.