پاکستان کې د ملريا ناروغي ډېره شوې

د پاکستان په يوه روغتون کې يو ناروغ - ارشيف

ملګروملتو د پاکستان په جنوب کې په یوه اوونۍ کې د ملریا د څه باندې ۴۴ پېښو خبر ورکړ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پاکستاني چارواکو پرون (چهارشنبه) وویل چې، د پاکستان په سېل ځپلیو سیمو کې په ملریا د اخته شویو کسانو شمېر خورا زیات شدید او له دې ناروغۍ څخه د مړو شویو کسانو شمېر ۳۲۴ تنو ته رسېدلی دی.

د سېلونو له کبله په افغانستان او پاکستان کې بېلابېلې ساري ناروغۍ خپرې شوې دي.

تېرو څو اوونيو کې د سېلابونو له امله پاکستان کې زرګونه خلکو ته مالي او ځاني زيانونه واوښتل.