طالبانو د بګرام هوايي اډې د ترميم چارې پيل کړي

بګرام پوځي اډه

د طالبانو دفاع وزارت وايي، د بګرام د هوايي اډې د ترمیم او فعالولو چارې یې پرون (چهارشنبې) پیل کړې.

دغه وزارت پر خپله ټویټرپاڼه په یوه خبر کې ویلي چې، د دوی مسلکي ټیم هڅه کوي دا هوايي اډه ژر ترمیم او استفادې ته چمتو کړي.

د طالبانو دفاع وزارت ویلي چې، د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰ مه امریکايي پوځیانو له افغانستان څخه تر وتلو مخکې د بګرام هوايي اډې تاسیسات ویجاړ کړي وو.