يوګاناډا کې يو تن د 'ايبولا وايروس' له امله مړ شوی

يوګانډا کې روغتيايي ټيم د دواپاشۍ په حال کې - ارشيف

یوګاناډا پرون تر ۲۰۱۹م کال وروسته د لومړي وار لپاره په ایبولا وژونکي وایروس د یوه تن د مړینې خبر ورکړ.

دغه هېواد په مرکزي ولسوالۍ موبیندي (Mubende) کې د ایبولا د خپرې خبر ورکړی دی.

د یوګاناډا روغتیا وزارت پرون په ټویټر کې خبر ورکړی، چې په ایوبا یو ۲۴ کلن سړی مړ شوی دی.

له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶میلادي کاله پورې په دې ویروس ۱۱،۰۰۰ کسان مړه شوي وو چې ډېری قربانیان په ګینه، لابریا او سیرالیون کې وو.