د طالبانو یوه ویاند د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه د کندهار د ولایتي شورا د اوسني رئیس، مولوي حبیب الله اغا د ټاکلو اعلان وکړ.
ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د پوهنې سرپرست مولوي نور اله منیر د مرکزي دارالافتا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
د طالبانو د پوهنې سرپرست مولوي نور الله منیر د نجونو د تعلیم په باب وخت نا وخت داسې څرګندونې کولې چې ډېر بحثونه یې پارولي.
ښاغلي مجاهد پرون په یوه اعلامیه کې د ګڼو نورو کسانو د تبدیلۍ خبر هم ورکړی دی.