ګوتيريش: د افغانستان اقتصاد د ويجاړېدو په حال کې دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيریش نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي.

ښاغلي ګوتيریش زیاته کړه چې د افغانستان تر نیمايي زیات خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او د دغه هېواد اقتصاد د ویجاړېدو په حال کې دی.

طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې رد کړې دي.

ښاغلي ګوتيریش په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د "تعلیمي بدلون" په نوم سرمشریزه کې د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې، پرته له ځنډه تر شپږم ټولګي پورې د ښځینه زده کوونکو لپاره ښوونځي پرانیزي.

څه باندې یو کال کېږي چې په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته ښځینه زده کوونکي ښوونځیو ته د تګ له حقه محرومې کړي او ګڼې ښځې يې له دندو ګوښه کړي دي.