د اذربایجان او ارمنستان جګړه؛ د دواړو هېوادو بهرنیو چارو وزیرانو کتلي

د ارارت میرزویان او سیحون بیراموف دا کتنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له خوا تنظیم شوې وه.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ له وروستۍ خونړۍ جګړې وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په نیویارک کې سره وکتل.

د ارارت میرزویان او سیحون بیراموف دا کتنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له خوا تنظیم شوې وه.

د کتنې هدف دا ښودل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نانندرۍ کمې او نازک اوربند پر ځای پاتې شي.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د وروستیو ورځو سرحدي جګړو کې څه باندې دوه سوه کسان ووژل شول.