ایران کې لاریون کوونکي له پولیسو سره په نښتو اوښتي

د تهران له څو سیمو په مظاهره چیانو باندې د پولیسو د اوښکي بهونکي ګاز او ان ډزو راپورونه راغلي.

د ایران په پلازمېنه تهران او ګڼو نورو ښارونو کې قهرجنو مظاهره چیانو د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون له پولیسو سره په نښته اوښتي دي.

د تهران له څو سیمو په مظاهره چیانو باندې د پولیسو د اوښکي بهونکي ګاز او ان ډزو راپورونه راغلي.

په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ایران د بلواګري ضد پولیس پر مظاهره چیانو برید کوي او د هغوی د خورولو هڅه کوي.

راپورونه ورکړل شوي چې یوه وړه نجلۍ د پولیسو په مرمۍ لګېدلې او وضعیت یې نازک دی.

خلک وروسته له هغه مظاهرو ته ووتل چې د ګشت ارشاد پولیسو د مهسا امیني په نوم یوه نجلۍ څو ورځې مخکې ونیوله او د راپورونو په اساس په وهل وهلو یې دې حد ته ورسوله چې روغتون کې ساه ورکړي.