د پاکستان سترې محکمې پر عمران خان د تروریزم تورونه باطل اعلان کړل

عمران خان

د پاکستان سترې محکمې پر پخواني صدراعظم عمران خان د تروریزم تورونه باطل اعلان کړل.

د عمران خان مدافع وکیل فیصل چودري نن وویل هغه تور چې ګنې عمران خان په خپله یوه وینا کې تروریزم هڅولی دی، ناسمه ده.

د شوې ادعا له مخې خان کله چې محکمې، د بغاوت په یوه قضیه کې د ضمانت په بدل کې د ده د یوه نږدې همکار له خوشې کولو ډډه وکړه نو په خپله وینا کې یې پولیس او قضا ګواښلي وو.

خو د عمران خان محاکمه به له دې سره سره د تروریزم د ځانګړې محکمې پرځای د پاکستان په عادي محکمه کې دوام وکړي.