زلنسکي د روسيې پر وړاندې د جګړې ډګر کې د برياوو يادونه کړې

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د روسیي پر ضد د جګړې په ډګر کې د یو لړ بریاوو یادونه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې اوکرايیني ځواکونه په شمال ختیځ کې د یوه لوی سیند ختیځو غاړو ته رسېدلي دي.

خو ښاغلي زلنسکي په عین حال کې خپل غږ له لویدیځو پوځي چارواکو سره په هغه خبرداري کې غبرګ کړ چې د دې جګړې د ګواښونو په اړه یې ورکړی دی.

له بلې خوا د اوکرايین جنوبي ښار میکلایوف ته نژدې پر یوه اټومي بټۍ د روسيې د پوځ د برید خبرونه ور کړل شوي.

ویل کېږي چې دې برید بټۍ ته زیان نه‌دی اړولی، خو د اوکرايین اټومي تاسیساتو ته د ګواښونو اهمیت په ډاګه کوي.