د هلمند په کجکي کې څاه ته لويدلي ماشوم ساه ورکړه

د هلمند په کجکي ولسوالۍ که هغه برمه چې پرون ورته پنځه کلن ماشوم لويدلی و.

د هلمند لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس راشد هلمندی وايي، دغه ماشوم پرون څاه ته لوېدلی و.

نوموړی وايي، د ماشوم د ژغورنې عملیات یې پای ته ورسېدل او تېره شپه ۲ بجې یې مړی له څاه و ایستل شو.

دغه ۵ کلن ماشوم پرون ماسپښین د کجکي ولسوالۍ په خنجکک سیمه کې ۵۰ مترۍ څاه ته لوېدلی و.

تر دې مخکې هم په هلمند، کندهار او زابل ولايتونو کې څاه ته ماشومان لويدلي وو چې ډېری يې مړه شول.